۰

سویس د افغانستان د سولۍ او سوکالۍ د نړیوال کنفرانس کوربه ‌توب کوي

چهارشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۹
ټاکل شوې چې سویس د نومبر میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د سولۍ او سوکالۍ د نړیوال کنفرانس کوربه وي.
سویس د افغانستان د سولۍ او سوکالۍ د نړیوال کنفرانس کوربه ‌توب کوي
ټاکل شوې چې سویس د نومبر میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د سولۍ او سوکالۍ د نړیوال کنفرانس کوربه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کنفرانس به د سویس ژینف ښار کې د نومبر په ۲۳ او ۲۴ جوړ شي.

د دغه کنفرانس د جوړېدو هدف له افغانستان سره د نړیوالو د ژمنو نوي کول، د ۲۰۲۱ نه تر ۲۰۲۴ کلونو پورې پر پرمختیایي هدفونو توافق او په مالي برخه کې له افغانستان څخه ملاتړ یاد شوی دی.

تمه ده چې په دې نړیوال کنفرانس کې به د څه باندې ۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي، چې د افغانستان د دولت او مدني ټولنې استازي به هم په کې برخه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي