۰

اماراتو او بحرین له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو هوکړه وکړه

چهارشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۲
متحده عربي اماراتو او بهرین له اسرائیلو سره د خپلو اړیکو د عادې کولو هوکړه په رسمي ډول لاسلیک کړه.
اماراتو او بحرین له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو هوکړه وکړه
متحده عربي اماراتو او بهرین له اسرائیلو سره د خپلو اړیکو د عادې کولو هوکړه په رسمي ډول لاسلیک کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د درې واړو تر منځ ته هوکړه لیک په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په شتون کې لاسلیک شوه.

په دې اړه ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د اماراتو او بحرین استازو له نتنیاهو او ټرمپ سره د اړیکو د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

د هوکړې د لاسلیک پر مهال خبریالان هم و او ټرمپ دا یوه ستره لاس ته راوڼه وبلله ویې ویل،  د اسرائیلو او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو لپاره پراخې هڅې شوې وې.

خو په خبره یې اوس دوی بریالي شول، چې دغې هوکړې ته ورسېږي.

په ورته مهال د اماراتو چارواکو هم ویلي، چې دا هوکړه به په سیمه کې د ثبات او امنیت سبب شي او هېچا ته به زیان و نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي