۰

ملا براد د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سره د سولې په مذاکراتو خبرې کړې

پنجشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۷
په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د ناورې د بهرنیو چارو وزیر پر سوله خبرې کړې دي.
ملا براد د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سره د سولې په مذاکراتو خبرې کړې
 په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د ناورې د بهرنیو چارو وزیر پر سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي برادر او د ناورې د بهرنیو چارو وزیر اني ماري ارکسن پرون د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په خپل ټوېټر لیکلي، چې په دغه ویډیويي کنفرانس کې د سولې مذاکراتو او دغه راز له افغانستان سره د ناورې هېواد د مرستو په اړه خبرې وشوې.

نوموړي وايي، د قطر سیاسي دفتر مشر ملا برادر ټینګار کړي، چې افغانان باید خپلې ستونزې د بهرنیو له مداخلې پرته حل کړي.

د ملا برادر او ناروې د بهرنیو چارو وزیر خبر پر داسې مهال کېږي، چې هلته قطر کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوی د سولې په اړه لومړنۍ غونډه کړې ده.

که څه هم دوی د ناستو د کړنلارې او قواعدو په برخه کې تر ډېره سره سلاه شوي، خو داسې ښکاري، چې ځینو اختلافونو له امله لا هم د اجنډا پر ټاکلو نه دي بریالي شوي.

ویل کېږي افغان پلاوی غواړي لومړی په اوربند خبرې وشي او دا خبره کره غوټه شي او وروسته نورو موضوعاتو خبرې وکړي، خو طالبان ټینګار لري، چې لومړی دې پر نظام او د جګړې پر عواملو بحث وشي وروسته په اوربند.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي