د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ته یو لیک استولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لیک کې، چې یوه کاپي یې پرون رسنیو ته رسېدلي په کې د افغان ښځو پر امنیت اندېښنه ښودل شوې ده.
په لیک کې د کمېټې ډیموکراټ مشر ایلیوټ انګل او د لږکیو جمهوري غوښتونکو مخکښ مایکل مککال، افغان ښځې امنیت نه لري.
د هغه په وینا نور نو له افغان مخکښو ښځو، نجونو، میندو او خویندو سره تاوتریخوالی دوام نه شي کولی.
لیکل کې د سولې خبرو کې د افغان دولت په ټیم کې د ښځو موجودیت یوه مثبته خبره بلل شوې خو ټینګار یې کړی، چې دا باید یقیني شي، چې ښځې د افغانستان په راتلونکي کې یو مهم رول لوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون کابل کې د امریکا سفارت هم د افغان ښځو پر امنیت اندېښنه ښودلې او خبرداری ورکړی و چې ترهګرې شبکې پر مختلفو اهدافو په ځانګړې توګه ښځو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
سفارت پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې دغه ګواښ دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځو، ښوونکو او د بشري حقونو فعالانو ته متوجه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل