۰

کابل کې د هدفي وژنو د رهبرۍ یو مرکز کشف شو

یکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۰
کورنیو چارو وزارت وايي، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو پلازمېنه کابل کې د هدفي وژنو یو لارښود مرکز کشف او له منځه یووړ.
کابل کې د هدفي وژنو د رهبرۍ یو مرکز کشف شو
کورنیو چارو وزارت وايي، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو پلازمېنه کابل کې د هدفي وژنو یو لارښود مرکز کشف او له منځه یووړ.

د جمهور خبري آژانس د له مخې د کورنیو چارو وزارت طارق ارین پر فسبوک پاڼه لیکلي، چې د یاد وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو تېره ورځ په کابل کې پر یوه استوګنیز کور ځينې هدفمند عملیات ترسره کړي دي.

که څه نوموړي د عملیاتو مشخص ځای نه دی په ډاګه کړی خو زیاتوي، چې له دغه مرکز څخه د هدفي وژنو د سازماندهۍ او لارښود لپاره کار اخیستل کېده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، له دې له یاد پټنځای څخه ۴۸ میله قلمي ډوله وسلې، ۱۴ کړۍ مقناطیسي ماینونه او ۸۵۰ مېتره ثانیه سوځوونکې فلیتې ترلاسه شوې دي.
 
د ارین په وینا ترهګرو غوښتل له دې جنګي وسایلو څخه په کابل ښار کې په يو لړ پېچلو هدفي وژنو کې استفاده وکړی خو په وینا یې په کشف سره په کابل کې له ګڼو هدفي وژنو مخنیوی شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي