۰
د امریکا دفاع وزارت:

له افغانستانه د سرتېرو ایستلو وروسته هم عملیات کولی شو

پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۵
د امریکا د دفاع وزارت لوړ پوړو امنیتي چارواکو ویلي، د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم که اړتیا پېښه شي په افغانستان کې عملیات ترسره کولی شي.
له افغانستانه د سرتېرو ایستلو وروسته هم عملیات کولی شو
د امریکا د دفاع وزارت لوړ پوړو امنیتي چارواکو ویلي، د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم که اړتیا پېښه شي په افغانستان کې عملیات ترسره کولی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط واشنګټن ټایمز ته ویلي، چې له افغانستان نه د سرتېرو ایستل او حضور په حالاتو پورې تړلی دی.

دغه چارواکو ټینګار کړی، که سرتېري له افغانستان وباسي هم، خو دا د دفاع وزارت تګلاره ده چې د اړتیا په صورت کې به د اهدافو د نښه کولو لپاره عملیات کوي.

چارواکو زیاته کړې، که جګړې زیاتېږي نو امریکایي ځواکونه به د وتلو پر پرېکړه له سره کتنه کوي.

د پنټاګون دغه چارواکو له طالبانو هم غوښتي چې مذاکرات مانا دار کړي، جګړې کمې کړي او په تاوتریخوالي کې کموالی راولي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم و ویل، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي خو په وینا یې په دې اړه به نهايي پرېکړه وروسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي