کورنیو چارو وزارت او د هرات پولیس چارواکي وايي، پولیسو هرات ولایت کې یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو را خوشی کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه صراف دوه ورځې وړاندې د هرات ښار انسان تښتوونکو تښتولی و او د ښار اړوند شېرزي کوڅه کې یې په یوه کور کې ساته.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحد ولي زاده وایي، پولیسو له دوه ورځو پلټنو وروسته د تښتول شوي صراف ځای تشخیص او عملیات یې پرې وکړل.
نوموړي زیاته کړه، چې د عملیاتو په ترڅ کې صراف د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورل شوی او په تړاو یې ۸ تنه نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت هم تایید کړې، چې هرات پولیسو یو تن صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د یادونې ده چې له دې وړاندې په مزارشریف کې هم انسان تښتوونکو د صرافانو د اتحادیې مشرعبدالقیوم رحیمي تښتولی وو چې له ډېرو اعتراضونو وروسته را خوشې شو.
جمهورخبري آژانس:هرات