۰

لغمان کې د یوې خونړۍ چاودنې مخه ونیول شوه

سی شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۱
کورنیو چارو وزارت وایي، لغمان ولایت کې د چاودېدونکو توکو ډکې رېکشا په کشف او نیولو سره د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخه نیول شوې ده.
لغمان کې د یوې خونړۍ چاودنې مخه ونیول شوه
کورنیو چارو وزارت وایي، لغمان ولایت کې د چاودېدونکو توکو ډکې رېکشا په کشف او نیولو سره د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخه نیول شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو پرون دوشنبې د تلې ۲۸ مه د لغمان ولایت قرغه يي ولسوالۍ کې اوپراتیفي عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې هغه رېشکا کشف شوې چې ۱۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي و.

خبرپاڼه کې ویل شوي ترهګرو غوښتل دغه رېکشا ته د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې چاودنه ورکړې، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې پولیسو ونیوه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه چاودنې لارښوونکی هم د پولیسو له خوا نیول شوی او دا مهال تر پوښتنو لاندې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي