۰
د روسیې ولسشمر:

افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د ټولو په ګټه دی

دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۳
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شتون او دوام د ټولې سیمې د امنیت لپاره ګټور دی.
افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د ټولو په ګټه دی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شتون او دوام د ټولې سیمې د امنیت لپاره ګټور دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین دغه څرګندونې مسکو کې رشیا ۱ تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، دوی باید افغانستان کې د امریکایانو د حضور خلاف ونه جنګېږي.

پوتین زیاته کړې، چې په لومړي سر کې هم روسیې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور ملاتړ وکړ او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړه لیک په ګټه یې رایه ورکړه.

نوموړي زیاته کړې«زه لا هم باور لرم چې په افغانستان کې د امریکا حضور زموږ له بهرنیو ګټو سره په ټکر کې نه دی.»

دی وايي، کله چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان وشو، د روسیې رسمي دریځ دا و، چې ښايي د افغانانو د روغې جوړې او پخلاینې لپاره به شرایط برابرېږي، خو په وینا یې شخصاً فکر کوي، چې دا ډېر خطرونه زېږوي.

ده «لومړی باید د ثبات د ساتلو لپاره ډېر لګښت وکړو او دوهم دا چې افغانستان کې د امریکایانو حضور په دې هیواد کې د ثبات له ټینګولو سره مرسته کړې او که یې نه ده کړې، خو وتل یې خطرونه رامنځته کوي، موږ نه باید هلته د امریکایانو د حضور پر ضد وجنګېږو.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا هم زیاته کړې، چې د امریکا او روسیې استخبارات په افغانستان کې له یو بل سره همکاري کوي.

هغه ویلي«موږ په ډېرو برخو کې له ګڼو تضادونو سره سره له امریکایانو سره په دې برخه کې همکاري کوو. لا هم د ځانګړو خدماتو (استخباراتو) په کچه زموږ همکارۍ دوام لري.»

د پوتین په وینا امریکایان د تروریزم پر ضد د جګړې په برخه کې خپل معلومات له روسانو سره شریکوي او دوی په افغانستان کې د امریکایانو هلې ځلې تروریستي ضد هڅې ګڼي.

نوموړي زیاته کړې«ما په خپله دوی ته معلومات سپارلي او دوی موږ ته راسپارلي. ما له ولسمشر (ډونالد‌ ټرمپ) څخه مننه کړې ځکه هغو معلوماتو چې امریکایانو موږ ته راکړي په روسیه کې د تروریستي اقداماتو په مخنیوي کې زموږ سره مرسته کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې یو ځل بیا ټینګار کړی و، چې تر کرسمس پورې به له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.

ټرمپ به تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د افغانستان جګړه د امریکا لپاره بې مانا او لګښته ډکه بللې ویلي یې دي، چې خپل سرتېري به له دغه هېواد نه وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي