۰

پوتین: داعش هڅه کوي افغانستان کې قومي او مذهبي جګړ ته لمن ووهي

شنبی ۲۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۷
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، داعش د افغانستان شمال کې تر ۲ زره پورې جنګیالي ځای پر ځای کړي او هڅه کوي، منځنۍ آسیا ته لار پیدا کړي.
پوتین: داعش هڅه کوي افغانستان کې قومي او مذهبي جګړ ته لمن ووهي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، داعش د افغانستان شمال کې تر ۲ زره پورې جنګیالي ځای پر ځای کړي او هڅه کوي، منځنۍ آسیا ته لار پیدا کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین زیاته کړې، چې د داعش تر څنګ د ازبکستان اسلامي غورځنګ، جماعت انصارالله، القاعده او نورې ترهګرې ډلې هم په دغو سیمو کې فعالې دي.

د روسیې ولسمشر د دې تر څنګ دا هم ویلی، چې داعش ډله هڅه کوي افغانستان کې هم قومي او مذهبي جګړو ته لمن و وهي.

روسي چارواکو مسکو ته د طالبانو د بللو او ورسره د روانې اونۍ د ناستې عمده دليل هم د دغه وضعيت په اړه د خپلو انديښنو شريکول ښودلي.

پوتین دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په تېرو دوه اوونیو کې داعش یو ځل بیا په افغانستان کې سر راپوروته کړی او په کندهار او قندوز کې یې خونړۍ جاودنې وکړې.

په دغه دوه چاونو کې چې د جمعې د لمانځه پر مهال وشوې تر ۴۰۰ پورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

پوتین په افغانستان کې د داعش ډلې په اړه پر داسې مهال اندېښنه څرګندوني، چې ټاکل شوې په نیږدې راتلونکې کې مسکو کې یوه غونډه جوړه شي او روسي، چارواکي په همدې اړه د افغانستان اسلامي امارت سره خپلې اندېښنې شریکې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي