۰

د ولسمشر غني ځانګړی استازی داودزی هم پاکستان ته تللی

دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۵
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی محمد عمر داودزی هم په یوه رسمي سفر پاکستان ته تللی دی.
د ولسمشر غني ځانګړی استازی داودزی هم پاکستان ته تللی
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی محمد عمر داودزی هم په یوه رسمي سفر پاکستان ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي داودزی پرون یکشنبې د لړم ۴ مه اسلام آباد ته رسېدلی دی.

پاکستاني رسنیو د داودزي د ورتګ پخلی کړی ویلي یې دي، نوموړی به د پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په برخه کې د پاکستان پر رول خبرې وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړی به له پاکستاني چارواکو سره د لیدنې تر څنګ د افغانستان او پاکستان د سوداګرو په یوه سمینار کې هم ګډون وکړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله، د اسلامي حزب د یوې څانګې مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسي جرګې د رييس میررحمان رحماني په شمول د دې جرګې ۱۷ کسیز پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه دغه هیواد ته تللي دي.

عبدالله، رحماني او حکمتیار وايي، پاکستاني چارواکو د افغان سولې په برخه کې د صادقانه مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی او افغان سوله یې د پاکستان په ګټه هم بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي