۰

د پېښور په یوه مدرسه کې چاودنې ۱۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

سی شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۴
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې په یوه مدرسه کې چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پېښور په یوه مدرسه کې چاودنې ۱۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
 له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې په یوه مدرسه کې چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن سه شنبې د لړم ۶ مه سهار مهال د پېښور د دیر سیمې په یوه مدرسه کې شوې ده.

ځايي روغتیايي چارواکو ویلي، چې د پېښې له ځای څخه دوی ته تر اوسه پورې د ۷ تنو جسدونه او ۱۱۲ ټپیان وروړل شوي دي.

روغتیايي مسوولین وايي، په ټپیانو کې د یو شمېر روغتیايي وضعیت نازک دی، چې ویل کېږي ۱۹ په کې زده کوونکي ماشومان هم دي.

د پېښور پولیسو ویلي، له ۴ تر پنځو کیلوګرامه پورې چاودېدونکي توکي په یوه بیک کې مدرسې ته وړل شوي او هلته چاودنه ورکړل شوې ده.

د دې تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې په دې مدرسه کې د ماین جوړېدو پر مهال چاودنه شوې او مرګ ژوبله یې اړولې، خو د پېښور د پولیسو مشر ثناالله عباسي دا یو ترهګریز برید بلل دی.

ویل کېږي د چاودنې پر مهال په دغه مدرسه کې تر ۱۲۰۰ پورې کسانو حضور درلود او چاودنه هم د یوې غونډې په منځ کې شوې ده.

ځینې راپورونه وايي، دغه چاودنه د مشهور مولوي شیخ الحدیث رحیم الله حقاني په مدرسه کې هغه مهال شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي