کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن وايي، خبریالان او رسنۍ لا هم افغانستان کې له خطرونو او ګواښونو سره مخ دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویلسن تازه له ګواښونو د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې دا څرګندونې کړې دي.
نوموړي په افغانستان کې رسنۍ او د بیان ازادي په ټوله سیمه کې تر ټولو پیاوړې او غوره نمونه بللې ده.
خو په وینا یې سره له دې چې خبریالان په افغانستان کې د شفافیت او اصلاحاتو د راوستو لپاره کار کوي خو لا هم له خطرونو او ګواښونو سره مخ دي.
ویلسن زیاته کړې، چې په افغانستان کې دې اړوندې ادارې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي او د دوی د چارو او فعالیتونو امنیت دې تامین کړي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ځینو نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې زور زیاتی او فشار غندلی و.
جمهورخبري آژانس:کابل