۰
شیخ یوسف القرضاوی:

د افغان جګړې ښکېل لوري د نرمښت وښي او سوله د وکړي

چهارشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۳
د اسلامي نړۍ مشهور دینی عالم او مفتي شیخ یوسف القرضاوي د افغان جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړي، چې له جګړې لاس واخلي.
د افغان جګړې ښکېل لوري د نرمښت وښي او سوله د وکړي
د اسلامي نړۍ مشهور دینی عالم او مفتي شیخ یوسف القرضاوي د افغان جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړي، چې له جګړې لاس واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قرضاوي ویلي، د جګړې دواړه لوري مسلمانان دي، په داسې حال کې، چې د مسلمانانو تر منځ جګړه حرامه ده نو باید دواړه لوري نرمښت راولي او د سولې لپاره ګامونه واخلي.

ښاغلي قرضاوي دغه څرګندونې، دوحه کې د طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي له غړو سره په لیدنه کې کړې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، دغو لیدو کتو کې افغان مرکچیانو له القرضاوي سره د افغانستان په شرایطو او په جګړه کې د افغانانو د هرې ورځې قربانۍ په اړه خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا قرضاوي ویلي، د اسلامي نړۍ علما په افغانستان کې د جګړې په اړه غمجن دي، ځکه د جګړې دواړه لوري مسلمان دي.

په ورته وخت د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د ټولنې مشر شیخ یوسف قرضاوي د مذاکره کوونکي ډلې له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې ویلي، دوی د نړۍ د دیني عالمانو له هغې فتوا چې په افغانستان کې جګړه مشروعیت نلري ملاتړ کوي.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دغه لیدنه کې یوسف قرضاوي ویلي، اسلام د وحدت او ورورولۍ دین دی او د مسلمانانو تر منځ جګړه ناروا ده.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په افغانستان کې د روانې جګړې په هکله د نړۍ ګڼ شمېر دیني عالمانو فتوا ورکړي او دا جګړه یې د اسلامي شرعیت خلاف بللې ده.

د دیني عالمانو په وینا افغان جګړه کوم شرعي جواز نه لري، بلکې قدرت ته د رسېدو هڅه ده چې هره ورځ پکې بې ګناه مسلمانان وژل کېږي.

څو ورځې وړاندې کابل کې سلګونو دیني عالمانو، دغه زار د نړۍ د اسلامي ټولنې مشر، د بنګله دېش او اندونیزیا د دینی عالمانو شوراګانو هم په افغانستان کې جګړه ناروا او حرامه وبلله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي