ملي دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د افغان هوايي ځواک په برید کې د ۱۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د لړم ۲۰ مه خپره کړې خبرباڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک تېره شپه د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې پر طالبانو برید کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبانو غوښتل په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي، چې د هوایي ځواک ښکار شول.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل