۰

سټولټنبرګ له غني سره خبرو کې: د افغان ځواکونو مرستې ته دوام ورکوو

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۲
د ناټو سرمشنی ینس سټولټنبرګ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرو کې ویلي، چې ناټو سازمان د افغان ځواکونو سره د مرستې دوام ته ژمنه ده.
سټولټنبرګ له غني سره خبرو کې: د افغان ځواکونو مرستې ته دوام ورکوو
د ناټو سرمشنی ینس سټولټنبرګ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرو کې ویلي، چې ناټو سازمان د افغان ځواکونو سره د مرستې دوام ته ژمنه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني او د ناټو سرمشنی ینس سټولټنبرګ تېره شپه د لړم ۲۸ مه تلېفوني خبرې کړې دي.

د ارګ خبرپاڼه وایي، په دې ټلېفوني مکالمه کې، په افغانستان کې د ناټو ماموريت او سولې پروسې په اړه بحث وشو.
 
سرچینه وایي، د ناټو سرمنشي په خپلو خبرو کې و ویل، چې ناټو سازمان ان په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په کمېدو سره به د د نړوالې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان د امنيتي او دفاعي ځواکونو روزنې، مشورې ورکولو او مرستې ته دوام ورکوي.
 
ولسمشر غنی او ینس سټولټبرګ پر داسې مهال تلېفوني خبرې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ له افغانستان څخه د خپلو ۲ زره نورو سرتېرو د ایتسلو اعلان وکړ.

د امریکا د دفاع نوي وزیر د ټرمپ له فرمان وروسته په یوه خبري ناسته کې و ویل، چې تر جنورۍ پورې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ کړي.

خو د ټرمپ له دغه پرېکړې او پټنټاګون له اعلان وروسته د ناټو سرمنشي ینس سټولټبرنګ په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې د سرتېرو په ایتسلو کې باید بېړه ونه شي.

نوموړي ویلي، چې د امریکا په ګډون د ناټو متحدین په ګډه افغانستان ته تللی او په ګډه باید په سنجول شوي ډول د سرتېرو د ایستلو او نه ایستلو په اړه پرېکړې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي