۰
واشنګټن پوست:

له افغانستان د ځواکونو ایستل به د کورنۍ جګړې سبب شي

پنجشنبه ۶ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۴
واشنګټن پوست نشریې په یوه تازه تحللي کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ایستل ستره تېروتنه بللې لیکي، چې د سرتېرو ایستل به دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې سبب شي.
له افغانستان د ځواکونو ایستل به د کورنۍ جګړې سبب شي
واشنګټن پوست نشریې په یوه تازه تحللي کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ایستل ستره تېروتنه بللې لیکي، چې د سرتېرو ایستل به دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې سبب شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریه زیاتوي، د طالبانو ستره موخه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل، چې تر دې کار وروسته به خپلو جګړو ته ادامه ورکوي.

دغه ورځپاڼې سپارښتنه کړې، چې امریکا باید د خپلو سرتېرو کمول د سولې بهیر کې له پرمختګ سره وتړلي او د رښتینې سولې لپاره باید د سرتېرو په ایستلو کې بېړه ونه شي.

د سرچینې په وینا د سولې خبرو کې باید د تېرو کلونو لاس ته راوڼې وساتل شي او افغانان باید پر خپله خاوره بشپړ کنټرول ولري، څو ترهګر له دغه خاورې استفاده و نه کړي.

واشنګټن پوسټ وايي، د امریکا کانګریس یوه ډله د افغانستان په اړه د یوه راپور پر چمتو کولو کار کوي او ټول دې پایلې ته رسېدلي چې له افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل به دلته د کورنۍ جګړې سبب شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړي، چې تر جنورۍ پورې به له افغانستان څخه ۲ زره سرتېري وباسي او د پاتې کېدونکو سرتېرو شمېر به ۲۵۰۰ ته راټيټ شي.

ګڼ شمېر پخوانیو امریکايي جنرالانو، سیاسیون او ناټو ویلي، چې د سرتېرو ایستل ستره تېروتنه ده او دغه کار امریکا او متحدینو ته یې ستر ګواښ جوړولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي