۰

ولسمشر غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره کتلي

یکشنبه ۹ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۳
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
ولسمشر غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره کتلي
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه لیدنه پرون شنبې د لیندۍ ۸ مه ماښام مهال په ارګ کې شوې ده.
 
سرچینه زیاتوي، دواړو لوریو د جینوا کنفرانس د بریالي ترسره کېدو او د یاد کنفرانس په سند کې د افغانستان حکومت د تعهداتو د څرنګوالي په اړه چې د یوه میکانیزم پر اساس وکولای شي هغه د برابرشوي تقویم مطابق عملي کړي، خبرې وشوې.
 
خبرپاڼه زیاتوي، دغه راز دواړو لوریو د سولې پروسې او د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو کې د اصلاحاتو په اړه چې په افغانستان کې فعالیت لري، بحث او خبرې وکړې.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي