۰

ماین چاودنه کې ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۴
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې پر طالبانو خپل ماین چاودلی او ۷ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ماین چاودنه کې ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې پر طالبانو خپل ماین چاودلی او ۷ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د لیندۍ ۱۷ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه پېښه پرون د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په چهل ګزي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په خبرپانه کې ویل شوي، طالبانو غوښتل د چهل ګزي په سمیه کې ماین ځای پر ځای کړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې یې پر دوی چاودنه کړې ده.

خبرپانه وايي، په دغه چاودنه کې درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي، چې یو هم په کې ملا علاوالدین دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي