۰

بلخ ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوه

سی شنبه ۱ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۱
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.
بلخ ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوه
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون دوشنبې د غبرګولي ۳۱ مه له بلخ ولسوالۍ د سختو جګړو راپورونه او د طالبانو له خوا د دغه ولسوالۍ د نیولو کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

خو په شمال کې د پوځ د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وایي، د بلخ ولسوالي بېرته د افغان پوځیانو کنټرول کې راغلې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې له افغان کمانډویانو سره جګړه کې ۳۱ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
 
هاخوا طالبانو پرون ادعا کړې وه چې په بلخ ولسوالۍ سربېره یې د کشنده، دولت اباد او شولګرې ولسوالۍ هم نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي