۰
جنرال مېلر:

له افغانستانه مو وتل په شرایطو پورې تړلي، طالبان باید د دوحې تړون عملي کړي

دوشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۹
افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، امریکا له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو او د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.
له افغانستانه مو وتل په شرایطو پورې تړلي، طالبان باید د دوحې تړون عملي کړي
افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، امریکا له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو او د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.

خو په وینا یې د سرتېرو ایستل په حالاتو پورې تړلي او طالبان باید د دوحې د تړون ژمنې عملي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر چې پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۳ مه کابل کې له خبریالانو سره خبرې کولې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې امریکا له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو ته ژمنه ده.

نوموړي ویلي، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی شي.

جنرال مېلر زیاتوي، سره له دې چې د سرتېرو ایستلو بهیر روان دی، خو تر څنګ یې د افغان ځواکونو ملاتړ هم دوام لري او امریکا به دغه ملاتړ ته دوام ورکړي، تر چې افغان ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي.

په ورته وخت کې جنرال مېلر دوحه کې د دوی او طالبانو تر منځ شوې تړون او د طالبانو له خوا تاوتریخوالي ته هم اشاره وکړه.

دی وايي، اوسمهال په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه ډېره لوړه شوې ده چې هېچا ته د منلو وړ نه ده او امریکا د دوحې هوکړې له مخې د سرتېرو په اېستلو کار کوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې له افغانستانه د دوی د پوځیانو وتل په حالاتو پورې مشروط دي او طالبان باید د دوحې د تړون ژمنې عملي کړي.

دغه امریکايي جنرال وايي، د روان تاوتریخوالي قربانیان افغانان دي او له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې روان تاوتریخوالی کم کړي.

د ناټو ځواکونو عمومي قومندان وايي، د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت باید استفاده وشي او افغانان اجازه ور نکړي چې دغه موقع یې له لاسه ووځي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ خبرې درېدلې او افغان پلاوی کابل ته راتلونکی دی.

دا خبرې د دریو اونیو لپاره درول شوې، چې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي په وینا د خبرو د درېدو لامل له حکومتي او سیاسي مشرانو سره سلا مشورې کول دي.

د حکومتي پلاوې غړې حبیبه سرابي وايي، خبرې د رخصتۍ نه بلکې د سلا مشورو لپاره درول شوې تر څو د مذاکراتو پاتې برخه په سرعت سره مخ ته ولاړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي