افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، امریکا له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو او د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.
خو په وینا یې د سرتېرو ایستل په حالاتو پورې تړلي او طالبان باید د دوحې د تړون ژمنې عملي کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر چې پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۳ مه کابل کې له خبریالانو سره خبرې کولې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې امریکا له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو ته ژمنه ده.
نوموړي ویلي، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی شي.
جنرال مېلر زیاتوي، سره له دې چې د سرتېرو ایستلو بهیر روان دی، خو تر څنګ یې د افغان ځواکونو ملاتړ هم دوام لري او امریکا به دغه ملاتړ ته دوام ورکړي، تر چې افغان ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي.
په ورته وخت کې جنرال مېلر دوحه کې د دوی او طالبانو تر منځ شوې تړون او د طالبانو له خوا تاوتریخوالي ته هم اشاره وکړه.
دی وايي، اوسمهال په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه ډېره لوړه شوې ده چې هېچا ته د منلو وړ نه ده او امریکا د دوحې هوکړې له مخې د سرتېرو په اېستلو کار کوي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې له افغانستانه د دوی د پوځیانو وتل په حالاتو پورې مشروط دي او طالبان باید د دوحې د تړون ژمنې عملي کړي.
دغه امریکايي جنرال وايي، د روان تاوتریخوالي قربانیان افغانان دي او له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې روان تاوتریخوالی کم کړي.
د ناټو ځواکونو عمومي قومندان وايي، د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت باید استفاده وشي او افغانان اجازه ور نکړي چې دغه موقع یې له لاسه ووځي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ خبرې درېدلې او افغان پلاوی کابل ته راتلونکی دی.
دا خبرې د دریو اونیو لپاره درول شوې، چې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي په وینا د خبرو د درېدو لامل له حکومتي او سیاسي مشرانو سره سلا مشورې کول دي.
د حکومتي پلاوې غړې حبیبه سرابي وايي، خبرې د رخصتۍ نه بلکې د سلا مشورو لپاره درول شوې تر څو د مذاکراتو پاتې برخه په سرعت سره مخ ته ولاړه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل