۰

ننګرهار کې د داعش مالي مسوول او درې تنه نور نیول شوي دي

چهارشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۱
سیمه ییز چارواکي ننګرهار ولایت کې د داعش د مالي مسوول په ګډون د څلورو داعشیانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
ننګرهار کې د داعش مالي مسوول او درې تنه نور نیول شوي دي
سیمه ییز چارواکي ننګرهار ولایت کې د داعش د مالي مسوول په ګډون د څلورو داعشیانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند بېزاکمالاتي سیمه کې شپني عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د داعش ډلې مالي مسوول او درې نور شکمن کسان نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د داعش نیول شوی کس نابینا دی، چې په تېر کې یې هم د افغان دولت پر خلاف تبلیغات او داعش ته د جلب و جذب لپاره تقریرونه کول.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې هم د ننګرهار چارواکو په دغه ولایت کې د داعش ډلې د جلب و جذب د مسوول د نیولو کېدو خبر ورکړی وو.

بل خوا د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، ملي امنیت ځواکونو جلال اباد ښار او تورخم ښارګوټي کې د وسله والو طالبانو دوه غړي نيولي دي.

سرچینې ویلي، په نيول شويو کسانو کې يو تن چې اصلي د ننګرهار حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو اوسمهال په پاکستان کې ژوند کوي او يو تن بل د کونړ ولايت اوسېدونکی دی، پر خپلو جرمونو اعتراف کړی د‌ى.

داعش او طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ويلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي