۰
د ننګرهار چارواکي:

د پاکستاني اتباعو په ګډون ۱۴۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۲۲
سیمه ییز چارواکي ننګرهار ولایت کې د پاکستاني اتباعو په ګډون د ۱۴۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د پاکستاني اتباعو په ګډون ۱۴۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي ننګرهار ولایت کې د پاکستاني اتباعو په ګډون د ۱۴۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جګړه او عملیات پرون چهارشنبې د غبرګولي ۱۲ مه د ننګرهار پچیراګام او هسکه مېنه ولسوالیو کې شوي دي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، افغان ځواکونو په یادو ولسوالیو کې پر طالبانو هوايي او توپچي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، لومړی په پچیراګام کې پر طالبانو برید وشو، چې په ترڅ کې یې ۹۲ وسله وال طالبان و وژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.

همدارنګه په خبرپانه کې ویل شوي، افغان ځواکونو په هسکه مېنه ولسوالۍ کې هم طالبان په نښه کړي، چې ۲۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د ننګرهار چارواکي وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې اکثریت پاکستاني اتباع شامل دي، چې د انصارالله اورکزي، سپین او یوسفي په نوم درې سرګروپان هم په کې شته دي.

د والي دفتر زیاتوي، چې د وسله والو مخالفینو څخه د سیمې پاکولو عملیات لا هم روان دي.

خو بل خوا ځینې روغتیايي سرچینې وايي، د هسکې مېنې ولسوالۍ څخه دوی ته د ۳۶ افغان سرتېرو مړي او ټپیان وروړل شوي دي.

ځايي ډاکترانو ویلي دوی ته د افغان سرتېرو ۱۹ جسدونه او د یوه ملکي وګړي په ګډون ۱۷ ټپي سرتېري ور وړل شوي دي.

 د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر هم ویلي، د تېرې شپې په جګړه کې داړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او په هسکه مېنه کې درې امنیتي پوستې هم د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلي دي.

طالبانو بیا ویلي، په هسکه مېنه او پچیراګام کې یې ۱۶ پوستې نیولې، افغان ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې او ګڼې درنې او سپکې وسلې یې تر لاسه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي