۰

د سولې دویم پړاو خبرې: د طالبانو لومړی اجنډا د نظام څرنګوالی دی

شنبی ۲۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۷
 په داسې حال کې، چې ټاکل شوې نن د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ رسمي خبرې پیل شي خو لا هم د اجنډا په اړه معلومات نشته دي.
د سولې دویم پړاو خبرې: د طالبانو لومړی اجنډا د نظام څرنګوالی دی
په داسې حال کې، چې ټاکل شوې نن د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ رسمي خبرې پیل شي خو لا هم د اجنډا په اړه معلومات نشته دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان لوري ویلي، د دوی لومړی اجنډا به د اوربند موضوع وي، خو د طالبانو له خوا ویل کېږي د دوی لومړی موضوع به د راتلونکي نظام څرنګوالی وي.

د افغان دولت مرکچي پلاوی چې درې ورځې وړاندې دوحې ته روانېده همدا یې ټینګار و، چې د خبرو دویم پړاو کې به اوربند چې د ټول ولس غوښتنه ده لومړیتوب ورته ولري.

دغه راز دوی دا هم ویلي و، چې له طالبانو سره به د نظام پر څرنګوالي هم خبرې وشي، خو په وینا یې دا خبرې په اسانه نه بلکې ډېرې پېچلې وي.

که هم تر اوسه د طالبانو له لوري نه وه معلومه، چې د دوی لومړی اجنډا به څه وي، خو اوس د طالب پلاوي ځینو غړو ویلي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام بڼه، د بندیانو خوشي کول، له تور لېست نه د طالب چارواکو د نومونو ایستل یې د اجنډا لومړیتوبونه دي.

طالبان دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ولسمشر غني او د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح د تېرې پنشنبې په ورځ په ننګرهار کې د یوې ولسي غونډې پر مهال وویل، چې د سولې په خبرو کې د دوی یوازیني شرط دا دی، چې زعامت باید د خلکو په اراده او د ټاکنو له لارې وټاکل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي