۰

افغانستان او ترکمنستان دوه تړونونه لاسلیک کړل

یکشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۲
د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو تر منځ دوه توافقنامې او یاداښتونه لاسلیک کړل.
افغانستان او ترکمنستان دوه تړونونه لاسلیک کړل
د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو تر منځ دوه توافقنامې او یاداښتونه لاسلیک کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړونونه کابل ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او ورسره پلاوی د دوه ورځني سفر او ښاغلي اتمر سره د لیدنې پر مهال لاسلیک شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، ښاغلي اتمر او ښاغلي مرداوف د دغه تړونونو لاسلیک د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا او غښتلتیا لپاره خورا مهم وبلل.
 
ښاغلي اتمر د دغه تړونونو د لاسلیک پر مهال ویلي، د افغانستان او سیمې هېوادونو تر منځ  د اقتصادي، سیاسي او سوداګریزه اړیکو پراختیا او د سولې په اړه سیمه ییزه اجماع د افغانستان د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي د ګاونډیو هېوادونو سره په ځانګړي ډول له ترکمنستان سره د اړیکو پراختیا د سیمې سولې او ثبات په اړه خورا مهم وبلل.

په ورته وخت کې د ترکمنستان د بهرینو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزه برخه کې د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکی دی او په افغانستان کې د سولې تحقق د دغه اهدافو لپاره خورا مهم او اساسي بولي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې د افغانستان د سولې پروسې او په دې اړه د سیمه ییزې اجماع له رامنځ ته کېدو پرېکنده ملاتړ او همکاري کوي.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د درې لویو بنسټیزه پروژو پر پیل چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا په رسمي ډول پرانستل شي هم خبرې وکړې.

د یادونې ده، چې په دغه ناته کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو تر منځ په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کې د همکاریو او دغه راز د افغانستان او ترکمنستان د ریل پټلي ادارو تر منځ مرسته او همکاري هه دوه سندونه و، چې د دواړو لورو له خوا لاسلیک شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي