۰

افغانستان او ترکمنستان په اتو پروژو توافق کوي

یکشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۶
د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو تازه په هرات کې سره کتلي دي او پر مهمو دوه اړخیزو مسایلو یې خبرې کړې دي.
افغانستان او ترکمنستان په اتو پروژو توافق کوي
د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو تازه په هرات کې سره کتلي دي او پر مهمو دوه اړخیزو مسایلو یې خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر رشیدمیردوف پرون شنبې د غبرګولي ۱۵ مه د یوه پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته راغلی و او له ښاغلي اتمر او ورسره پلاوي سره یې ناسته درلوده.

په دې لیدنه کې هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اتو لویو پروژو پر سر توافق رامنځ ته کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به اقتصادي، سوداګریزې، سیاسي، امنیتي او فرهنګي اړیکې پراخېږي.

حنیف اتمر او رشید میردوف همدا راز په دې لیدنه کې پر افغان سوله هم خبرې کړې دي او ترکمنستان ژمنه کړې چې د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب ته تیار دي.

دوی همدا راز د ټاپي پروژې، رېل پټلۍ، برېښنا، د مرمر ډبرو پر صادراتو، سوداګرۍ، ترانزیت او د فرهنګي اړیکو په برخه کې د هوکړو پر رامنځ ته کېدو هم بحث کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به د دواړو لورو ترمنځ په یادو برخو کې ځینې توافقات رامنځ ته کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي