۰
د پاکستان د سنا د دفاعي کمېټې مشر:

پاکستان کې د طالبانو حضور د دغه هېواد په ګډون د هېچا په ګټه نه دی

یکشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۴
د پاکستان د سنا مجلس د دفاعي کمېتې مشر جنرال عبدالقیوم وايي، په پاکستان کې د طالبانو شتون د دغه هېواد په ګډون د هېچا په ګټه نه دي.
پاکستان کې د طالبانو حضور د دغه هېواد په ګډون د هېچا په ګټه نه دی
د پاکستان د سنا مجلس د دفاعي کمېتې مشر جنرال عبدالقیوم وايي، په پاکستان کې د طالبانو شتون د دغه هېواد په ګډون د هېچا په ګټه نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال قیوم ویلي، داسې راپورونه شته چې طالب وسله وال په پاکستان کې دي، خو ټینګار کوي، چې د دغه وسله والو حضور د پاکستان په ګډون د هېچا په ګټه نه دي.

نوموړی زیاته کړې، چې پاکستانی حکومت په افغانستان کې د سولې له پروسې سره همکاري کوي خو په کار ده چې دغه همکاري په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د راتګ سبب شي.

جنرال قیوم وايي، د مذاکراتو په دې پړاو کې ښایي طالبان د راتلونکي حکومت د جوړښت پر بڼه ډېر ټینګار وکړي خو اوربند هم خورا مهم دی.

د پاکستان دغه سناتور تمه ښوودلې چې د سولې روانه پروسه کې طالبان او افغان حکومت دواړه د خپل ولس لومړیتوب ته ارزښت ورکړي او په دغه هېواد کې اوږدې جګړې پای ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي