۰

کابل کې د غلو د یوې ډلې مشر امر طوفان نیول شوی دی

سی شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۴
پولیس وایي، پلازمېنه کابل کې یې د امر طوفان په نوم هغه کس نیولی، چې د وسله والو غلو د یوې ډلې مشري یې کوله.
کابل کې د غلو د یوې ډلې مشر امر طوفان نیول شوی دی
پولیس وایي، پلازمېنه کابل کې یې د امر طوفان په نوم هغه کس نیولی، چې د وسله والو غلو د یوې ډلې مشري یې کوله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امر طوفاع د کابل ښار د ۱۶ مې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې له یو شمېر وسلو سره نیول شوی دی.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د غلو دغه مشر د پولیسو په یو لړ هدفي عملیاتو کې نیول شوی دی.

د هغه په وینا امر طوفان د وسله والو غلاوو، انسان تښتونې او باج اخیستنو په تور د پولیسو تر تعقیب لاندې و، چې ونیول شو.

د غلو دغه مشر پر داسې مهال نیول کېږي، چې پرون د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح خبر ورکړ، چې د غلو او جنایت کارانو نوملړ به ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.

د ښاغلي صالح په وینا په دې وروستیو کې چې امنیتي ځواکونو د غلو او جنایت کارانو ضد کوم عملیات پیل کړي، ورسره سم په ښار کې د جنايي پېښو ګراف د پام ټيټ شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي