۰

کابل کې له مور او خور څخه د ګاڼو غل ونیول شو

یکشنبه ۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۶
پولیس وایي، پلازمېنه کابل کې یې یو کس د خپلې مور او غور څخه د ګاڼو یا سروزرو د غلا په تور نیولی دی.
کابل کې له مور او خور څخه د ګاڼو غل ونیول شو
پولیس وایي، پلازمېنه کابل کې یې یو کس د خپلې مور او غور څخه د ګاڼو یا سروزرو د غلا په تور نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د سلواغلې ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي نیول شول شوی غل نجیب الله نومېږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، نجیب الله چې د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې اوسېږي خپل کور کې له مور او غور څخه د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت سره زر یا ګاڼې غلا کړې وې.

دوی زیاتوي، چې نوموړي د ګاڼو له غلا وروسته له سیمې پښې سپکې کړې وې، خو پولیسو د کشفي او اوپراتیفي عملیاتو پر مهال پرون د ښار د اتمې ناحیې اړوند سیمه کې ونیوه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، مجرم په خپل جرم اعتراف کړی او دا مهال تر پلټنو لاندې دي او ګاڼې هم متضررینو ته سپارل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي