۰

کابل او تهران په بېلا بېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخوي

سی شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۳
کابل او تهران پتېیلې، چې په بېلا بېلو برخو کې خپل منځي اړیکو ته لا پراختیا ورکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.
کابل او تهران په بېلا بېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخوي
کابل او تهران پتېیلې، چې په بېلا بېلو برخو کې خپل منځي اړیکو ته لا پراختیا ورکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او کابل کې د ایران سفیر بهادر امنینیان تر منځ کتنه کې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغان سولې، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د همکاریو د تړون په برخه کې پر وروستیو پرمختګونو، د اقتصادي اړیکو پر لا پراخولو او نورو مواردو بحث کړی دی.

د سرچینې په وینا دواړو لورو ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه به په بېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخوي او په سیمه کې به د سولې او ثبات لپاره هڅې کوي.

په دغه کتنه کې د ایران سفیر ویلي، چې هېواد یې د افغانستان د سولې ملاتړی دی او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته تیار دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي