۰

افغانستان او ازبکستان خپلمنځي امنیتي اړیکې لا پراخوي

سی شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۰
کابل او تاشکند غواړي خپلو کې امنیتي اړیکې لا پرخه کړي او د همدې هدف لپاره د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتو مرستیال رییس کابل ته راغلی دی.
افغانستان او ازبکستان خپلمنځي امنیتي اړیکې لا پراخوي
کابل او تاشکند غواړي خپلو کې امنیتي اړیکې لا پرخه کړي او د همدې هدف لپاره د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتو مرستیال رییس کابل ته راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتو د رییس له مرستیال فرخ مختاروف سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبره پانه کې د ازبکستان د دغه لوړي پوړي امنیتي مسوول له قوله ویلي، چې افغانستان ته یې د راتګ موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پراختیا او امنیتي همکاریو ډېرښت دی.

ښاغلي فرخ مختاروف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا د دې سبب کېږي چې په سیمه کې امنیت تامین شي او د احتمالي ترهګریزو فعالیتونو مخنیوی وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې ازبکستان د افغانستان د سولې له پروسې هم ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته تیار دی.

 د یادونې ده، چې تر دې وړاندې افغان حکومت هم  ویلي وو چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ به د امنیتي همکاریو توافقات رامنځته کېږي او هڅه کېږي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې او پیاوړې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي