ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ټولو امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړی، که په دغه ولایت کې تښتول شوی ماشوم آزاد نه شي، دوی ټول به له دندو لرې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره تېره شپه څه باندې ۹ بجې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال پر خپله ټوېټر پاڼه کړې ده.
نوموړي د ښاغلي غني له قوله ویلي« که بلخ کې اختطاف سوی ماشوم ازاد نه شي، د بلخ ټول امنیتي چارواکي له دندو لرې کوم.»
د یادونې ده، چې نژدې درې میاشتې وړاندې د عبدالرووف په نوم یو ماشوم په مزارشریف ښار کې هغه مهال د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو چې ښوونځي ته په لاره و.
بلخوا د بلخ امنیه قومندانۍ ویلي چې د یاد ماشوم د خوشې کېدو په خاطر یې څو ځلې عملیات کړي، خو بې پایلې پای ته رسېدلي دي.
د ملي امنیت ادارې او د بلخ د پولیسو په وینا چې پینځه تنه یې د دغه ماشوم د برمته کولو په تور نیولي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل