پلازمېنه کابل کې موټر سایکل سپرو وسله والو د ښځینه قاضیانو په لېږدوونکي موټروسله وال برید کړی او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عیني شاهدان وايي، دغه پېښه نن یکشنبې د مرغومي ۲۷ مه سهار څه کم اته بجې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند په تایمني سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د عیني شاهدانو په وینا دوه موټر سایکل سپرو وسله والو د ښځینه قاضیانو په موټر چې څلور تنه په کې سپرې وې برید وکړ، چې دوې تنې په کې وژل شوې او دوې نورې ټپیانې دي.
تر اوسه د کابل امنیتي مسوولین او کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې بلخ ولایت کې د ښځینه پوځیانو په موټر هم وسله وال برید شوی و، چې په کې یو شمېر ښځینه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل