۰

ډاکتر سید عالم محسود بیا پاکستاني پولیسو نیولی دی

سی شنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۲
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ډاکتر سید عالم مسحود یو ځل بیا د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی دی.
ډاکتر سید عالم محسود بیا پاکستاني پولیسو نیولی دی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ډاکتر سید عالم مسحود یو ځل بیا د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، ډاکتر سید علم پرون دوشنبې د مرغومي ۲۹ مه د پاکستاني پولیسو له خوا په دېره اسماعیل خان کې نیول شوی دی.

ښاغلي پښتین ویلي، ډاکتر سید عالم مسحود محکمې ته د خپلې یوې قضیې د خلاصولو په موخه دېره اسماعیل خان ته تللی و، چې پولیسو نیولی دی.
 
د ښاغلي پښتین په وینا که څه هم په دېره اسماعېل خان کې محکمې د يادې قضيې په اړه د ډاکټر سېد عالم محسود ضمانت منظور کړی، خو بیا هم د پاکستان پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، د پاکستان رياست د امن له نوم څخه ډارېږي ځکه وار خطا دی.

مشر منظور پښتین په خپل ټوېټر لیکلي«د ډاکټر سيد عالم محسود نيول غير قانوني او غير آئيني دي، د تحريک د ملګرو سره د رياست د دې ناروا عمل په ضد به مونږ عدالت ته هم ځو او خپله مزاحمتي مبارزه به هم پرمخ وړو.»

د یادونې وړ ده چې سید عالم محسود څه موده وړاندې پاکستاني پولیسو نیولی و، چې تر څو ورځې بند وروسته یې په ضمانت خوشی کړ.

باید و ویل شي، چې پاکستاني ریاست د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه نور غړي هم له دې وړاندې نیولي دي.

علي وزیر، حنیف پښتین، اوویس عبدال او ګلن شمېر نور د غورځنګ مشرانو او غړي لا هم د پاکستان په زندانونو کې شپې ورځې تېروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي