۰

منظور پښتین: د پاکستاني ریاست پر ضد به مو مبارزه دوام ولري

دوشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۹
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي ډاکتر سید عالم مسید تر نیول کېدو وروسته د یاد غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، د پاکستاني حکومت پر ضد به د دوی مبارزه دوام ولري.
منظور پښتین: د پاکستاني ریاست پر ضد به مو مبارزه دوام ولري
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي ډاکتر سید عالم مسید تر نیول کېدو وروسته د یاد غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، د پاکستاني حکومت پر ضد به د دوی مبارزه دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي پښتین د دغه پېښې تر رامنځ ته کېدو وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د ډاکتر سید عالم مسید نیول د پاکستاني ریاست د جبر او ظلم انتها ده.

ښاغلي پښتین وايي، ډاکتر سید عالم تر اوسه پورې هېچا ته ضرر نه دی رسولی، خو کومو راواانورانو چې په سلګونو انسانان یې وژلي، هغو ته حکومتي پروتوکول ورکول کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ټینګار کړي، چې مسید د پښتنو په سر نیول شوی او تر هغې چې د پاکستان حکومت د پښتنو له ځورولو او د دوی له سپکاوي لاس وانخلي نو پر ضد به یې د پښتونو مبارزه روانه وي.

د یادونې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ډاکتر سید عالم مسید پرون یکشنبې د مرغومي ۱۴ مه د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوی دی.

تر اوسه د ښاغلي مسید د نیول کېدو علت نه دی معلوم، خو د پاکستان حکومت تر دې وړاندې هم د یاد غورځنګ ګڼ مخکښ مشران او غړي نیولي او په زندانون کې دي.

پاکستاني پولیسو څو ورځې وړاندې د یاد غورځنګ د رهبرۍ غړی علي وزیر د کراچۍ له جلسې وروسته په پېښور کې ونیوه او تر اوسه په زندان کې دی.

د غورځنګ غړي او ملاتړي د پاکستاني ریاست څخه د علي وزیر او نورو غړو د خوشي کېدو غوښتنه کوي، خو پاکستان یې تر اوسه غوښتنه نه ده منلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي