۰
امرالله صالح:

د نیولو شویو طالبانو اعدام ته د طالبانو غبرګون وښوده، چې هدفي وژنې همدی کوي

سی شنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۴
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د دغه له خوا د یو شمېر نیول شویو طالبانو د اعدام غوښتنې ته د طالبانو غبرګون په ډاګه کړه، چې د هدفي وژنې، مقناطسي ماین چاودنې او د عامو خلکو وژنه د طالبانو کار دی.
د نیولو شویو طالبانو اعدام ته د طالبانو غبرګون وښوده، چې هدفي وژنې همدی کوي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د دغه له خوا د یو شمېر نیول شویو طالبانو د اعدام غوښتنې ته د طالبانو غبرګون په ډاګه کړه، چې د هدفي وژنې، مقناطسي ماین چاودنې او د عامو خلکو وژنه د طالبانو کار دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن سه شنبې د مرغومي ۳۰ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته ویلي، چې طالبانو تر اوسه د وروستیو هدفي وژنو او چاونو څخه انکار کولو خو اوس معلومه شوه، چې همدا د دغه ډلې کار دی.

ښاغلي صالح زیاته کړې، چې په تېرو څو میاشتو او اوونیو کې امنیتي ځواکونه توانېدلي، چې د طالبانو لسګونه غړي، چې په مستقیم ډول یې د خبریالانو، مدني فعالانو په هدفي وژنه او مقناطسي ماین چاودنو کې لاس درلود نیولي دي.

نوموړي زیاته کړې، ده د هدفي وژنو او جنايي جرمنو د مخنیوي په موخه یوه ښه لار دا بللې، چې نیول شوي کسان باید اعدام شي، ځکه هغوی فکر کوي، چې تر نیولو وروسته په هر صورت بښل کېږي.

خو په وینا یې طالبانو د دغه دغه غوښتنې ته غبرګون ښودلی او ګواښ یې کړی، چې که حکومت دا کار وکړي، دوی به هم قتل عام وکړي.

ښاغلي صالح ویلي«ترهګرو طالبانو تر پرونه ادعا درلوده، چې د مدني فعالانو، خبریالانو او ملکي وګړو په وژنه کې دوی لاس نه لري، خو کله چې ما دا غوښتنه وکړه، چې په یادو پېښو کې نیول شوي کسان باید اعدام شي، د طالبانو ویاند غبرګون وښود او ګواښ یې وکړ، چې که تاسو دغه قاتلین اعدام کړي، موږ به قتل عام وکړ، د طالبانو دغه ګواښ هغه څه چې روښانه و لا روښانه کړل او هغه دا چې طالبان له انسان وژنې پرته بل څه نه لري.»

دی وايي، اوس په دې کې هېڅ شک نه دی پاتې، د ملکي وګړ، مدني ټولنې د غړو، خبریالانو د وژلو او مقناطسي ماین چاودنو مسوول طالبان دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال زیاتوي، کومې ارزونې چې دوی د ترهګرو د اعدام له غوښتنې چې په کورنیو او نړیوالو خبري شبکو کې د خبرونو سرټکی شوی کړې ښي، چې ۸۵ سلنه خلک د ترهګرو د اعدام پلوي دي او ۱۵ سلنه چې هویت یې جعلي دی د دغه غوښتنې مخالفت کړی دی.

ښاغلي صالح دغه فیصدۍ په اشارې یو ځل بیا ټينګار کړی، چې لاس په لاس یا بالفعل نیول شوي ترهګرو، چې مادي او معنوي ثبوتونه یې پر وړاندې شته باید اعدام شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي