۰
ستانکزی:

له طالبانو سره خبرو کې موږ اوربند او غېزناک مذاکرات لومړیتوب دي

دوشنبه ۶ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۶
د افغان دولت د سولې د مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، له طالبانو سره خبرو کې به یې اوربند او اغېزناک مذاکرات لومړیتوب وي.
له طالبانو سره خبرو کې موږ اوربند او غېزناک مذاکرات لومړیتوب دي
د افغان دولت د سولې د مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، له طالبانو سره خبرو کې به یې اوربند او اغېزناک مذاکرات لومړیتوب وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ستانکزي دغه څرګندونې پرون یکشنبې د سلواغې ۵ مه د محمدیه علماوو سازمان له رئیس او د اندونیزیا د ولسمشر له پخواني مرستیال یوسف کالا سره دوحه کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې طالبانو سره خبرو کې د دولت د مذاکراتي ټیم لومړیتوب اوربند او اغېزناک مذاکرات دي.

ښاغلي ستانکزي د سولې په مذاکراتو کې د اندونیزیا د رغنده رول مننه کړې او د افغان سولې بهیر سره یې د هغه هېواد د همکاریو پر دوام ټينګار کړی.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په خبرپاڼه کې د محمدیه علماوو سازمان د مشر له قوله ویلي چې په یوه اسلامي ټولنه کې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر تر پوښتنې لاندې راولي.

ښاغلي کالا تمه ښودلې چې دواړه مذاکره‌کوونکي لوري د اوربند په کولو سره او د رغندو مذاکراتو له لارې سوله او امنیت تأمین کړي.

بل خوا طالبانو هم ویلي، چې د دوی د سیاسي دفتر مشر په دوحه کې د اندونیزیا هیواد د پخواني مرستیال ولسمشر سره لیدنه کې د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي