۰
سیګار:

امریکا افغان ځواکونو ته ۸۴ میلیون ډالرو په ارزښت وسایط او مهمات اخیستي

چهارشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۳
سیګار وايي، امریکا په دریو میاشتو کې د افغانستان امنیتي او دفاعي‌ ځواکونو ته د ۸۴.۱ میلیون ډالرو په ارزښت وسایط، مهمات او پرزې اخیستې دي.
امریکا افغان ځواکونو ته ۸۴ میلیون ډالرو په ارزښت وسایط او مهمات اخیستي
سیګار وايي، امریکا په دریو میاشتو کې د افغانستان امنیتي او دفاعي‌ ځواکونو ته د ۸۴.۱ میلیون ډالرو په ارزښت وسایط، مهمات او پرزې اخیستې دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو سر مفتش (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي‌ دي چې دا وسایط او مهمات د ۲۰۲۰ د اګست د ۳۱ څخه د اکتوبر د ۳۱ پورې مودې کې اخیستل شوي‌ دي.

په راپور کې ویل شوي، دا تجهیزات مخکې پېرودل شوي او لا یې هم افغان ځواکونو ته سپارل روان دي.

سیګار وايي په دغو وسایطو کې ۲۱۷ هاموي موټر هم شامل دي چې ۵۱.۸ میلیون ډالر ارزښت لري.

دغه ادارې دا هم ویلي، چې  د ۲۰۱۷ د وسایطو د تګلارې له نوې کېدو وروسته، د امریکايي د پوځ ‌شاوخوا ۱۶۰۰ ترمیم شوي ‌زرهي‌ هاموي افغان ځواکونو ته سپارل شوي‌ دي، چې د هر یوه قیمت یې تر نوي هغه ۸۰ زره ډالر کم دی.

همدارنګه سیګار زیاته کړې، چې پر دې سربېره امریکا د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ افغان ځواکونو ته ۶۰۰۰ نوي هاموي موټر اخیستي‌ دي.

د سیګار د راپور له مخې د ژمنې په اساس امریکا د ۲۰۰۵ څخه نیولې تر ۲۰۱۸ پورې د افغان ځمکنیو او هوايي ځواکونو په روزنې او تجهیز باندې ۱۲.۶ میلیارد ډالر لګولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي