۰
امرالله صالح:

د دوحې تړون رښتینې کړنلاره نه لري، له طالبانو د پاکستان ملاتړ ته په کې هېڅ اشاره نه ده شوې

شنبی ۱۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۴
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ولسمشر جوبایډن په راتګ سره د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.
د دوحې تړون رښتینې کړنلاره نه لري، له طالبانو د پاکستان ملاتړ ته په کې هېڅ اشاره نه ده شوې
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ولسمشر جوبایډن په راتګ سره د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن شنبې د سلواغې ۱۸ مه د شپږنیمو غوندې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې واشنګټن له پخوا څخه اوس زیات د کابل خبرې اوري.

ښاغلي صالح ویلي، چې پرون یې د ولسمشر غني او امریکا د دفاع وزیر له تېلفوني خبرو وروسته له اسټین سره ده هم خبرې کړې او د افغانستان د روان وضعیت او ځینو نورو مسایلو په اړه یې معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، د امریکا له دفاع وزیر سره خبرې خورا ښې او په ښه فضا کې وي او په دغه خبرو کې د دوحې تړون کې شته تشو او نیمګړتیاو په اړه آسټن ته معلومات ورکړل شول.

 د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د دوحې تړون کې یو له کمبوتاتو او سترو جدي تشو دا ده، چې په دغه تړون کې یو سنجول شوې او ریښتینې کړنلاره او میکانېزم شتون نه لري.

دی وايي، په خواشنۍ سره چې په دغه تړون کې د طالبانو په شفاهي خبرو باور شوی په داسې حال کې، چې طالبانو تر اوسه په یوه ژمنه هم عمل نه دی کړي.

خو په وینا یې د خوښۍ ځای دا دی، چې نړیواله ټولنه پوهېږي، چې افغانستان کې هدفي وژنې، په اقتصادي او ټولو پروژونو او تاسیساتو بریدونه د طالبانو کار دی.

ښاغلي صالح زیاته کړې، چې د دوحې تړون کې به ستره تشه او نیمګړتیا دا ده، چې له طالبانو د پاکستان د بې درېغه «روزنې، تجیهیز، تسلیح او لوجستیک» ملاتړ په اړه هېڅ نه دي ویل شوي او نه یې ورته پاملرنه کړې.

د ولسمشر لومړي مرستیال ټينګار کړی، چې د سولې پروسه کې د دغه سترو تشو له ډکولو پرته به د سولې پروسه له دغه تورتم څخه راونوځي.

همدا رنګه ښاغلي صالح د افغانستان او امریکا اړیکو ته په اشارې ویلي، چې د بایډن په راتګ سره دغه اړیکې تر پخوا خورا ښې شوې او واشنګټن اوس تر ډېره د کابل غږ اوري.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې، چې په دغه اړیکو کې د افغانستان د څېړنې ډلې راپور هم یو نېک ګام او د ستایلو وړ دی.

دی وايي، په دغه راپور کې چې د امریکا د دوه ګوندونو(دیموکرات او جمهوري پلوه) نظرنونه رااخستل شوي د افغانستان سیاسي او امنیتي بنسټیزو ګټو ته په درنه په کې کتل شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي