۰

امریکا: تر اوسه مو افغانستان کې د مېشتو سرتېرو په اړه پرېکړه نه ده کړې

چهارشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۸
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون یوه لوړ پوړي چارواکي اعلان کړي، چې دوی لا هم په افغانستان کې د مېشتو سرتېرو د برخلیک په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.
امریکا: تر اوسه مو افغانستان کې د مېشتو سرتېرو په اړه پرېکړه نه ده کړې
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون یوه لوړ پوړي چارواکي اعلان کړي، چې دوی لا هم په افغانستان کې د مېشتو سرتېرو د برخلیک په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوړ پوړي امریکايي چارواکي پرون سه شنبې د سلواغې ۲۸ مه خبریالانو ته ویلي، چې امریکا د ناټو سازمان غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې یوازې د خپلو متحدینو سره د افغانستان د وضعیت په اړه سلا مشورې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا او ناټو یو ځای افغانستان ته تللې او هلته خپل شتون به هم په ګډه سره تنظیموي.

دغه امریکايي چارواکي د جزیاتو له ورکولو پرته ټینګار کړي، چې امریکايي او ناټو ځواکونه به په یوه مناسب وخت کې له افغانستان څخه ووځي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم وړمه ورځ ویلي، چې نړیوال ځواکونه به په افغانستان کې تر یوه مناسب وخت وړاندې ونه وځي، خو ټینګار یې کړی، چې د ناټو هېڅ غړی نه غواړي، چې تل په افغانستان کې پاتې شي.

دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې نن چهارشنبې د سلواغې ۲۹ مه د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه پیلېږي، چې سبا به هم دوام ولري او په کې به د افغانستان په اړه بحث او مهمه پرېکړه وشي.

په دغه غونده کې به مهم پرېکړه دا وي، چې ایا بهرني ځواکونه د دوحې د هوکړې سره سم له افغانستان څخه ووځي او که پاتې شي.

خو ځینو راپورو کې ویل شوي، چې ښايي د ناټو دفاع وزیرانو غونده کې دا پرېکړه وشي، چې بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه ونوځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي