۰

پنټاګون: هند د افغانستان په اړه اندېښمن دی

پنجشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۹
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، هند په افغانستان کې له رامنځ ته شوي وضعیت څخه اندېښمن دي.
پنټاګون: هند د افغانستان په اړه اندېښمن دی
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، هند په افغانستان کې له رامنځ ته شوي وضعیت څخه اندېښمن دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه چارواکي په وینا دا څووم ځل دی، چې هند په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خپله اندېښنه ورسره شریکوي او وايي، چې په دغه هېواد کې رامنځ ته شوی وضعیت د دوی لپاره د اندېښنې وړ دی.

د پنټاګون چارواکو ویلي دوی د افغانستان له ګاونډیو سره پراخ کار کوي، څو احتمالي خطرونه رفع او اندېښنو ته پر وخت ځواب ووايي.

د یادونې ده، هند تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې د طا لبانو واک ته رسېدو اندېښمن کړي دي، خو د دې تر څنګ یې هم د بشري مرستو د ترسره کولو ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي