۰

کابلوف د پاکستان د پوځ له مشر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

شنبی ۲ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۰
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
کابلوف د پاکستان د پوځ له مشر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف په یوه رسمي سفر پاکستان ته تللی او اسلام آباد کې یې د دغه هېواد د پوځ له مشر سره لیدلي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتی دفتر ویلي، په دغه لیدنه کې جنرال باجوه او کابلوف د نورو موضوعاتو تر څنګ په افغان سوله هم خبرې کړې دي.

سرچینې د باجوه له قوله ویلي، چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او په همدې خاطر اسلام آباد د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي.

د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، دواړو لورو د افغان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې او کابلوف د پاکستان د هڅو ستاینه کړې ده.

ضمیر کابلوف درې ورځې مخکې یې په یوه مرکه کې په ډاګه کړې وه، چې د دوحې د سولې پروسه بې مانا ده او په افغانستان کې باید لنډمهاله ایتلافي حکومت جوړ شي، چې افغان حکومت یې دا څرکندونې رد کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې له یوې خوا په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې نېږدې په ټپه ولاړې دي او له بلې خوا ناټو او د امریکا دفاع وزیر ویلي، دوی به له افغانستان څخه د سرتېرو په ایستلو کې بېړه ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي