په داسې حال کې چې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې د کندهار ولایت د ۱۷ ولسوالیو لپاره نوي ولسوالان ټاکلي کندهار والي وايي، په عینو مېنه کې ولسوال نه مني، بلکې ټول به خپلو دندو ته ځي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ولسوالان پرون دوشنبې د کب ۴ مه د کندهار والي روح الله خانزاده له خوا د یوې غونډې به ترڅ کې معرفي شول.
والي په دغه مراسمو کې نویو ټاکل شویو ولسوالانو ته لارښوونه وکړه، چې له ټاکل کېدو سره سم خپلو ولسوالیو ته د دندو لپاره ولاړ شي.
ښاغلي خانزاده و ویل« په عینو مېنه کي ولسوالي نه منم او که کوم کس نه غواړي، چې ولاړ شي څوکۍ دې پریږدي.»
په ورته وخت کې د کندهار نوي ټاکل شوي ولسوالان و ویل، چې د نوي طرازالعمل له مخي ورکړل شوی اجرائیوي واک باید سمبولیک نه بلکي په عمل کې پلی شي.
د یادونې ده، چې د کندهار د ځینو ولسوالیو ولسوالان په تېرو دوه لسیزو کې نه و بدل شوي او ځینې یې د دې پر ځای چې ولسوالۍ ته ولاړ شي د کندهار ښار په عینو مینه کې اوسېدل.
دا ستونزه یوازې په کندهار نه بلکې د افغانستان په نېږدې ۳۴ ولایتونو کې شته، چې هم یې د ځینو ولسوالیو ولسوالان له دوه لسیزو پر همغه دنده پاتې دي او هم ځینې ولسوالان د ولایتونو په مرکزونو کې اوسي او له هغه ځایه کارونه مخ ته وړي.
جمهورخبري آژانس:کندهار