۰
ملګري ملتونه:

د بین الافغاني خبرو پیل سره د ملکیانو مرګ ژوبله ۴۵ سلنه زیاته شوې

سی شنبه ۵ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۹
د بین الافغاني خبرو پیل سره د ملکیانو مرګ ژوبله ۴۵ سلنه زیاته شوې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، د بین الافغاني خبرو له پیلېدو رووسته د ملکي افغانانو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما نن سه شنبې د کب ۵ مه خپاره کړي راپور کې ویلي، له هغې چې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم ۴۵ سلنه لوړه شوې ده.

د سرچینې په وینا د ملکي مرګ ژوبلې د سلنې لوړوالی د ۲۰۲۰ کال په وروستۍ ربع کې راغلی دی، چې ډېری یې د ماین چاودنو او هدفي وژنو له امله دی.

په راپور کې ویل شوي په ۲۰۲۰ کې ټولټال ۸۸۲۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ډلې یې ۳۰۳۵ تنه وژل شوي او ۵۷۸۵ تنه نور ټپیان شوی دي.

یوناما د یادو تلفاتو د ۴۶ سلنې مسؤلیت پر وسله والو طالبانو، ۸ سلنې مسؤلیت پر داعش ډلې او ۲۲ سلنې مسؤلیت پر افغان سرتیرو ور اچولی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ویلي، د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې خبریالان، مدني فعالان، بشري فعالان او د امنیتي سرتیرو د کورنۍ غړي په هدفي بریدونو کې په نښه شوي دي.

یاد بنسټ روانه میاشت هم پخپل یو راپور کې وویل چې د سولې بین الافغاني خبرو له پیلېدو څخه بیا تر دا مهاله شپږ خبریالان او پنځه بشري فعالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې ملکي مرګ ژوبلې ته په کتو افغانستان لا هم د ملکي وګړو لپاره د مرګونو هیوادونو په قطار کې دی.

یوناما د ملکي وګړو خوندیتوب ته په اشارې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.

حکومت او طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي