د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان د سرتېرو ایستلو پرېکړې ته لا هم وخت شته دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې له سي ان ان سره په تازه مرکه کې کړي او ویلي یې دي، چې ناټو دې پرېکړې ته رسېدلې، چې د ټولو سرتېرو ایستلو ته لا هم وخت شته دی.
نوموړي زیاته کړې، د ناټو ارزونې ښيي، چې تر دې دمه د سرتېرو ایستلو ته زمینه نه ده برابره شوې.
د هغه په وینا که ناټو او امریکا په بېړه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي نو د دې احتمال شته چې د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنې له منځه لاړه شي.
سټولټنبرګ ټینګار کړي، چې د سرتېرو په بېړه ایستلو سره ښایي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي.
دی وايي، دمګړی حل لار دا ده، چې طالبان په افغانستان کې د جګړو د ختمولو لپاره مانادار مذاکرات ولري، پر ژمنو عمل دې وکړي او تاوتریخوالی کم کړي.
د ناټو سرمشني زیاتوي،د افغانستان د مسئلې په اړه به د ناټو او امریکا ترمنځ د نظر یووالی ادامه پیدا کوي او د حضور یا وتلو په اړه به دواړو لوري یوې واحدې هوکړې ته سره رسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل