۰
ناټو:

د افغان ځواکونو د دوامداره مالي ملاتړ او بهر کې د زده کړو په لټه کې یو

شنبی ۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۵
د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا له افغانستان سره د دغه سازمان پر پوځي تړون ټینګار کړی وايي، ناټو هڅه کوي، چې د افغان ځواکونو له لپاره د دومداره مالي ملاتړ او به بهر کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون جمعه د غوايي ۳۱ مه پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره په ګډه خبري ناسته کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د حضور په پای ته رسېدو سره د ناټو یو نوی فصل پرانستل کېږي.

د ناټو سرمنشي په خبرو کې زیاته کړه، چې د دغه نوی فصل او ناټو د پلان یوه برخه دا ده، چې د افغانستان ځواکونو ته له دې هېواده بهر روزنه ورکړي.

ینس سټولټنبرګ وايي، د افغانستان څخه د ناټو راتلونکی ملاتړ به پر درې اصلي محورونو، چې سلا مشورې، روزنه، مالي ملاتړ او د خدمتونه وړاندې کول دې راڅرخي.

هغه و ویل«لومړی موږ پلان لرو، چې د سلا مشورو ورکولو او وړتیاوو رامنځ ته کولو په برخه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړ او دوامداره مالي ملاتړ ورته چمتو کړو، دویم دا چې پر ځانګړو ځواکونو پر تمرکز د افغانستان څخه بهر دوی ته پوځي روزنه ورکړو او درېیم دا چې موږ د کابل هوايي ډګر د فعالیت په شمول د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د بودجې برابرولو د پلان جوړونې په کال کې یو.»

د ناټو عمومي مشر ینس ستولټنبرګ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تر ده وړاندې د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي هم وو، په نورو هېوادونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په اړه غور کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي