افغان ولسمشر محمد اشرف غني د برېتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسون سره په یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د افغانستان او برېتانیا د اړیکو د پراختیا او سولې پروسې په هکله بحث او خبرې وکړې.
سرچینه زیاتوي، د برېتانیا لومړي وزیر د افغانستان سولې پروسې، د سولې روانو هڅو لپاره د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هېواد د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.
خبرپانه وايي، دواړو لوریو د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او د سولې پروسې پر راتلونکو ګامونو یې د خبرو تر څنګ په افغانستان کې پر تلپاتې اوربند هم ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل