۰

دفاع وزارت: بغلان کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال وژل شوی

یکشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۲
ملي دفاع وزارت د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون د مرستیال قاري ذاهدالله د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: بغلان کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال وژل شوی
ملي دفاع وزارت د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون د مرستیال قاري ذاهدالله د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د کب ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو پرون د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اړوند سیمه کې پر طالبانو هدفي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې د بغلان لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال او د ګمرک مسوول قاري ذاهدالله له دوه نورو طالبانو سره وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دغه بریدونو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي