۰
د ملي امنیت شورا سلاکار:

روان مذاکرات کولی شي موقتي سوله راولي، خو باید د دایمي سولې هڅې وکړو

یکشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۱
د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، له طالبانو سره د روانو مذاکراتو له لارې یوازې موقتي سوله راتلی شي.
روان مذاکرات کولی شي موقتي سوله راولي، خو باید د دایمي سولې هڅې وکړو
د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، له طالبانو سره د روانو مذاکراتو له لارې یوازې موقتي سوله راتلی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب چې نن یکشنبې د کب ۱۷ مه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په نوښت “د امن او ثبات” په نامه جوړ شوي کنفرانس کې وینا کوله ټینګار وکړ، چې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره باید د جګړې ټول اصلي لاملونه پیدا شي.

نوموړي زیاته کړه«له طالبانو سره خبرې کولی شي افغانستان کې یو نوی تشکیل ایجاد شي، جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خو د دې د ساتلو لپاره یو لوی فکر ته ضرورت دی، هغه فکر چې واقعیتونه په نظر کې ونیول شي، ځکه زموږ جګړه کورنۍ نه ده.»

ښاغلي محب زیاته کړه، همدې ته په کتو باید موقتې سولې ته د رسېدو پر ځای پر تلپاتې داسې ثبات فکر وشي، چې موږ په کې د پنځوسو یا سلونو کلونو لپاره برنامې ولرو او وکولی شو، د افغانستان ستونزې په کې حل کړو.

د ملي امنیت شورا سلاکار د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت نه یوازې، د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره یو تاریخ فرصت وباله، چې په وینا یې باید په سمه توګه ګټه ترې پورته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي